د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت پلاوي سمنګان ولایت ته سفر وکړ

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۲۲
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت پلاوي سمنګان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له رئیس مولوي فیروزالدین منیب سره ولیدل او د ریاست د کاري فعالیتونو، تاریخي او سیاحتي سیمو د ساتنې او پراختیا په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
د پلاوي مشر د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت سلاکار سعدالله اسد د یاد ریاست له فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او د دغه ریاست د کارکوونکو هڅې او ترسره شوې چارې یې وستایلې.
همدارنګه پلاوي د روستم تخت له تاریخي سیمې څخه لیدنه وکړه او ښاغلي اسد وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅې کوي، چې په دغه سیمه کې د سیلانیانو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي او په پلان کې ده چې د جامع جومات ترڅنګ، د غره په دننه کې جوړ شوي دوکانونه د لاسي صنایعو د پلور لپاره فعال شي. همداراز، د روستم تخت مخې ته د بیرغ ستنې درول، د دواړو غرونو ترمنځ د مېټرو ځانګو جوړول او د نورو اړینو اسانتیاوو برابرول هم په پام کې نیول شوي دي.
د سفر په دوام کې یاد پلاوي د خُلم ولسوالۍ د جهان‌نما بڼ او ماڼۍ څخه هم لیدنه وکړه او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به د جهان‌نما ماڼۍ د بیارغولو، د بڼ د ساتنې او سمسورتیا او د حوض جوړولو چارې ترسره کړي او د سیلانیانو لپاره د فوټبال او والیبال میدانونو، د ماشومانو د تفریح ځانګړې ساحې او جامع جومات جوړول هم د یادې سیمې د پراختیا په پلانونو کې شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه سفر موخه د سمنګان ولایت د تاریخي او سیاحتي سیمو ارزونه، د تاریخي آبداتو د ساتنې او پالنې لپاره د اړینو اسانتیاوو پېژندل او د سیاحتي سیمو د پراختیا لپاره د شته امکاناتو ارزول وو.

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۲۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت پلاوي سمنګان ولایت ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت پلاوي سمنګان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له رئیس مولوي فیروزالدین منیب سره ولیدل او د ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۱۷
Background image

کندهار کې شاعرانو او ترانه ویونکو ته روزنیز پروګرام ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترنم او ترانو ریاست او د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډه همکارۍ د احمد شاه بابا (رح) کور کې شاعرانو او ترانه ویونکو ته روزنیز پروګرام ترسره شو.
په دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۱۵
Background image

د زده کوونکو فکري روزنې په موخه غونډه وشوه

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو سره د دوی د فکري روزنې په موخه غونډه وشوه.
مسؤلینو د ټولنې په پرمختګ کې د زده کوونکو رول مهم وباله او له دوی څخه. . .

BACK TO NEWS