د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د حکومت لوړ پوړو پلاوو تورخم ته سفر کړی
د ا.ا.ا. د ریاست الوزرا مالي او اداري مرستیال په مشرۍ د ا.ا.ا. یو لوړ رتبه پلاوي د بېرته راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه تورخم ته سفر کړی.
یاد پلاوي د ریاست الوزرا د اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر محترم ملا خيرالله خيرخواه، د کډوالو چارو محترم وزیر خلیل الرحمن حقاني، د مالیې وزارت مالي معین مولوي عبدالقدیر احمد، د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي، د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعیم اخند، د ننګرهار استخباراتو رئیس مولوي ادریس براء او یو شمېر نور مرکزي او ولایتي مسؤلین شامل دي.
دغه پلاوي به تورخم ښارګوټي کې هېواد ته د ستنېدونکو ګډوالو ستونزو او مشکلاتو ته د رسېدو او هلته د شته خدماتو ارزیابۍ په موخه اړین اقدامات ترسره کړي.
۱۴۴۵/۴/۱۶ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۹ هـ ش
