زابل کې د الحق المبین کتاب د ازموینې نتایج اعلان شول
دوې اونۍ وړاندې د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې ریاست له لوري د کلات ښار د څلورو لېسو له زده کوونکو څخه په الحق المبين کتاب کې ازموینه واخستل شوه، چې نن یې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نتایج اعلان شول.
د زابل د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمت الله حماد د دا ډول نورو پروګرامونو د جوړولو ژمنه وکړه او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې په ژوند کې اسلامي مطالعې ته ځانګړی وخت ورکړي.
په ورته وخت کې د ازموینې یو شمېر ګډونوالو خوښي څرګنده کړه او د دا ډول نور پروګرامونه د جوړولو غوښتنه یې وکړه.
۱۴۴۵۰۴/۹ هـ ش
١٤٠٢/٨/٢ هـ ش
