د اطلاعاتو او کلتور وزیر د جاپان له سفیر ښاغلي تاکاشي اوکادا سره وکتل

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۱۱:۳۴
سفیر جاپان

تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر ملا خيرالله خیرخواه د جاپان له سفیر ښاغلي تاکاشي اوکادا سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. 
په یاده کتنه کې د ښاغلي اوکادا له لوري د اسلامي امارت په هڅو د رامنځته شوي امنیت، مخدره توکو سره پیاوړې مبارزه او د اقتصادي ودې په برخو کې مثبتې لاسته راوړنې وستایلې او دا یې غوره ګام یاد کړ.
نوموړي وویل: غواړم د خپل هېواد ژمنه بیا تازه کړم، موږ دې ته لېواله یو، ترڅو له اسلامي امارت سره غوره اړیکي وساتو او زیاته یې کړه، وخت رارسېدلی چې نړۍ او افغانستان یو تعامل ته سره ورسېږي او موږ په دې برخه کې ستاسو سره پوره همکار یو. 
د دې ترڅنګ ښاغلي اوکادا په افغانستان کې د تاریخي آثارو پر شتون خبرې وکړې او زیاته یې کړه، موږ چمتو یو چې دلته د تاریخي آثارو په ساتنه او رغونه کې له افغان حکومت سره همکار پاتې شو.
نوموړي همدا راز د افغانستان د ملي موزیم سره د همکارۍ چمتووالی وښود.  
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزیر محترم ملا خيرالله خیرخواه تاکاشي اوکادا ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان او جاپان هېواد ډيپلوماتیکې اړیکې غوره وبللې او زیاته یې کړه، دلته د څو ښوونځیو د رغونې او په ځینو نورو برخو کې د یاد هېواد له همکارۍ مننه کوو. 
د دې ترڅنګ خیرخواه صاحب وویل: افغانستان ډېر مهم تاریخي آثار لري ټول یې باید په ساتنه کې په ښه توګه خپل مسؤلیت ادا کړو.

۱۴۴۴/۳/۳۰ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۲۳ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي. په دغو نندارتونونو کې د مطالعې مینوالو لپاره د دیني او عصري علومو سلګونه عنوانه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجة الحرام ۱) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۴۷
Background image

سرپل کې د بيهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانيستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست له لوري سرپل ولایت کې د ګټورو او معياري کتابونو ته د مناسبې بيې په بدل کې د اسانه لاسرسي برابرولو، د. . .

BACK TO NEWS