غزني کې درې تنه د تاریخي آثارو د قاچاق په تور نیول شوي
د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي وايي، چې د یادې قوماندانۍ د اولې امنیتي حوزې منسوبینو درې ته د درې قلمه تاریخۍ آثارو د قاچاق په تور نیولي دي.
ښاغلی سرحدي زیاتوي، چې یادو کسانو دغه درې قلمه تاریخي آثار د غزني ښار د غزنویانو دورې د منارونو له ساحې څخه د غیرقانوني کېندونو په پایلو کې تر لاسه کړي وو او غوښتل یې چې یاد تاریخي آثار قاچاق کړي.
په ورته وخت کې د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار وایي: یاد درې قلمه آثار چې د کردوکو کټوې دي، ګمان کیږي چې د غزنویانو په دورې پورې به تړاو ولري.
ښاغلی نثار زیاتوي، چې غزني د هېواد د هغو و لایتونو له ډلې دی، چې زیات شمېر لرغونې سیمې لري او د یادو لرغونو سيمو د ښې ساتنې په موخه د ۰۱۲ امنیتي قطعې نشتوالی یوه ننګونه بولي.
د یادوني وړ ده، چې د اسلامي امارت له راتګ سره، دا دوهم ځل دی چې امنیتي ځواکونه په غزني کې د تاریخي آثارو د قاچاق مخنیوی کوي.
۱۴۴۵/۳/۲۲ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۱۶ هـ ش
