پروان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ورځ ونمانځل شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۰:۴۲
.....

 

تېره ورځ په پروان ولایت کې د خبریالانو د مصؤنیت کمېټې له لوري له اطلاعاتو او کلتور رياست سره په همغږۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي ورځ ونمانځل شوه.
په دې نمانځغونډه کې د مصؤنیت کمېټې استازي مسرور لطفي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر رحمت الله رحیمي، د کلتور او ګرځندوی آمر عتیق الله ساپي، د ملي راډیو تلویزیون آمر شاه محمد بشیر، د ولایت مقام ویاند حکمت الله شمیم او د حکومتي او غیر حکومتي ادارو مسؤلینو ګډون درلود.
په پیل کې ښاغلي مسرور لطفي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ اطلاعاتو ته د لاسرسي د اړتیا او ارزښت په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، اطلاعاتو ته لاسرسی په نړیواله کچه د اساسي حق په ټوګه پېژندل شوی دی.
نوموړي د خبرو په دوام کې وویل: نظام له ټولنې او د ټولنې له همکارۍ څخه رامنځ ته کیږي؛ نو ټولڼه حق لري چې اړینو اطلاعاتو ته لاسرسی ولري.
ورپسې د پروان ولایت مقام ویاند حکمت الله شمیم اطلاعاتو ته د لاسرسي په اهمیت او ارزښت وغږېد او د مصؤنیت کمېټې له فعاليتو او زیارونو څخه يې مننه وکړه.
همدارنګه د کلتور او ګرځندوی آمر ښاغلي عتیق الله ساپي د ټولنې د غږ پورته کولو په برخه کې د رسنیو ونډه خورا مهمه وګڼله او زیاته يې کړه، چې رسنۍ د حکومت او ټولنې ترمنځ د یو ارتباطي پل حیثیت لري او باید د اسلامي نظام اصولو په رڼا کې فعالیت وکړي او د حکومت د تخریب سبب و نه ګرځي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS