پروان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ورځ ونمانځل شوه
تېره ورځ په پروان ولایت کې د خبریالانو د مصؤنیت کمېټې له لوري له اطلاعاتو او کلتور رياست سره په همغږۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي ورځ ونمانځل شوه.
په دې نمانځغونډه کې د مصؤنیت کمېټې استازي مسرور لطفي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر رحمت الله رحیمي، د کلتور او ګرځندوی آمر عتیق الله ساپي، د ملي راډیو تلویزیون آمر شاه محمد بشیر، د ولایت مقام ویاند حکمت الله شمیم او د حکومتي او غیر حکومتي ادارو مسؤلینو ګډون درلود.
په پیل کې ښاغلي مسرور لطفي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ اطلاعاتو ته د لاسرسي د اړتیا او ارزښت په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، اطلاعاتو ته لاسرسی په نړیواله کچه د اساسي حق په ټوګه پېژندل شوی دی.
نوموړي د خبرو په دوام کې وویل: نظام له ټولنې او د ټولنې له همکارۍ څخه رامنځ ته کیږي؛ نو ټولڼه حق لري چې اړینو اطلاعاتو ته لاسرسی ولري.
ورپسې د پروان ولایت مقام ویاند حکمت الله شمیم اطلاعاتو ته د لاسرسي په اهمیت او ارزښت وغږېد او د مصؤنیت کمېټې له فعاليتو او زیارونو څخه يې مننه وکړه.
همدارنګه د کلتور او ګرځندوی آمر ښاغلي عتیق الله ساپي د ټولنې د غږ پورته کولو په برخه کې د رسنیو ونډه خورا مهمه وګڼله او زیاته يې کړه، چې رسنۍ د حکومت او ټولنې ترمنځ د یو ارتباطي پل حیثیت لري او باید د اسلامي نظام اصولو په رڼا کې فعالیت وکړي او د حکومت د تخریب سبب و نه ګرځي.
