د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو له درېیو ولسوالیو څخه لیدنه وکړه
د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس، سيمه ييزو مسؤلينو، خبريالانو او کلتورپالو د يوه سياحتي سفر په ترڅ کې د درېیو ولسواليو (کهسان، غوريان او زنده جان) له تاريخي سيمو څخه ليدنه وکړه.
ښاغلي حقاني د یاد سفر موخه د هرات ولایت د ولسواليو تاريخي سيمو ته د بهرنیو سيلانيانو راجلبول یاد کړل.
د ښاغلي حقاني په خبره، د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست غواړي ترڅو په هرات ولایت کې د ګرځندوى صنعت ته پراختيا ورکړي.
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې به د ولایتونو ترمنځ سفرونه پیل کړي او سیلانیانو ته به په اسانۍ سره د نورو ولایتونو له لرغونو آثارو څخه د لیدنې زمینه برابره کړي.
په ورته وخت کې د هرات د والي ویاند مولوي نثار احمد الیاس ډاډ ورکړ، چې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د امنيت په برخه کې د پام وړ هڅې شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۷ زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د هرات له تاریخي سیمو څخه لیدنه کړې.
۱۴۴۵/۳/۱۶ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۹ هـ ش
