د ملي راډیو تلوېزیون کارمندانو ته اصلاحي برنامه جوړه شوه

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۲۲:۳۶
.....

 

نن یکشنبه (۱۴۴۵/۳/۱۶ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي حاجي محمد طیب صاحب له لوري د خپلو ورځنیو اصلاحي برنامو پر دوام، د ملي راډیو تلویزیون کارمندانو ته اصلاحي برنامه جوړه شوه، چې پر مهال یې د ملي راډیو تلویزیون رئیس قاري محمد یوسف احمدي، د امر بالمعروف وزارت استازي او د ملي راډیو تلویزیون اداري کارمندانو شتون درلود.
مولوي حاجي محمد طیب صاحب د امر بالمعروف او نهي عن المنکر اصلي موخه د ولس لپاره اصلاحي بیانونه او د دوی د دنیا او آخرت نیکمرغي وبلله، ورپسې یې د خپلو خبرو پر مهال په څلورو لاندې موضوعاتو بحث وکړ. 
اطاعت، د سنتو اتباع، حجاب او تدریسي نصاب.
د دعوت او ارشاد رئیس په خپلو خبرو کې خلک د امير د امر منلو او اطاعت ته راوبلل.
ورپسې یې د ملي راډیو تلویزیون پر کارمندانو ټینګار وکړ، چې ځانونه د حضرت محمدﷺ پر سیرت او صورت برابر کړئ، څو مو دنیا او آخرت ښایسته شي.
همدارنګه یې د حجاب د ارزښت پر اړه د قرآنکریم او احادیثو په رڼا کې خبرې وکړې.
د غونډې په وروستۍ برخه کې یې پر هغه نصاب خبرې وکړې چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له لوري د ټولو حکومتي ادارو کارمندانو ته چمتو شوی و او همدا راز یې د دغې ادارې کارمندان دیني او عصري زده کړو ته وهڅول.
د یادونې وړ ده، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د یاد وزارت اتلس ریاستونو ته اصلاحي بیانونه شوي او دا لړۍ لا روانه ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۲
Background image

هلمند کې (د مطالعې ارزښت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنکي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز لښکرګاه عامه کتابتون کې (د مطالعې ارزښت) په نوم ګڼ شمېر زده کوونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۵۲
Background image

له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ او پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند وړیا ښوونیز مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول.
په دې اړه جوړه شویو غونډو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

سرپل کې له فرهنګیانو سره د همغږۍ غونډه او د سیمه‌ ییزو لوبو جشنواره ترسره شوه

سرپل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت له لوري، له فرهنګیانو سره د همغږۍ غونډه او د سیمه‌ ییزو لوبو جشنواره ترسره شوه، چې پکې د خلکو د فرهنګ ریاست رئیس حافظ سیف‌الرحمن. . .

BACK TO NEWS