لغمان د اطلاعاتو او کلتور رئیس په ختیځ زون کې د یوناما د بشري حقونو مشر سره وکتل
په ختیځ زون کې د یوناما د بشري حقونو مشر اولف له خپلو افغان کارمندانو سره لغمان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي عبدالنور رسولي سره وکتل.
په دغه کتنه کې په ختیځ کې د یوناما د بشري حقونو مشر اولف یاد ولایت ته د خپل سفر هدف له یو شمېر ادارو څخه لیدنه د هغوی د فعالیتونو او ستونزو اورېدل یاد کړ.
ورپسې ښاغلي رسولي د یوناما د بشري حقونو له مشر څخه مننه وکړه چې له دوی سره یې وکتل، نوموړي وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو، کلتور او ځوانانو په برخه کې فعالیتونه ترسره کوي.
همداراز یې د کلتور او ګرځندویانو اړوند معلومات ورکړل او د ځوانانو په برخه کې یې د ځوانانو ښوونیز مرکز د فعالیتونو په اړه وویل: چې په یاد مرکز کې دا مهال نږدې ۳۵۰ ځوانان په زده کړو بوخت دي چې د استادانو لخوا ورته په وړیا ډول زده کړې ورکول کیږي.
۱۴۴۵/۳/۱۰ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۳ هـ ش
