پکتیا کې د امارت پېژندنې کتاب څخه اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان شوې

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۹:۴۷
.....

 

نن پنجشنبه د پکتیا ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې د پوهنې ریاست لخوا له ښوونکو د امارت پېژندنې کتاب څخه د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان شوې.
دغه ازموینه د پکتیا مرکز اړوند د بېلا بېلو خصوصي او حکومتي لېسو له ۴۵ تنو ښوونکو څخه اخیستل شوې وه، چې له ډلې یې ۱۵ بریالي ښوونکي په ډالیو وستایل شول.
رحیم الله کوثر یو تن ښوونکی، چې په اخیستل شوې ازموینه کې یې لومړی مقام خپل کړی و. په دې اړه وایي، دغه سیالي چې د پوهنې ریاست له لوري جوړه شوې وه، ازموینه یې پوره شفافه وه او موږ د امارت پېژندنې کتاب څخه د خلکو په غوښتنه د اسلامي امارت د دواړو دورو پیل، د شریعت له اړخه د عقلي او نقلي دلایلو او اړتیا په بنسټ د امارت رامنځته کیدو په تړاو پوره معلومات تر لاسه کړل.
هغه وایي اړتیا ده، چې د ښوونکو او ځوانانو لپاره د فکري روزنې ورته سیالۍ برابرې شي څو له عقلي او نقلي لارې د هېواد او دین ساتونکي واوسي.

۱۴۴۵/۳/۶ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۳۰ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۴۸
Background image

جوزجان کې (افغانستان د فرهنګي بډاینې پر لور) په نوم یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت او د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډې همکارۍ، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د هېواد د اصیل فرهنګ او تاریخ د معرفي کولو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

BACK TO NEWS