هرات کې د معارف سړک د اتفاق اسلام په نوم ونومول شو

wali_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۱۰:۴۹
هرات کې د معارف سړک د اتفاق اسلام په نوم ونومول شو


تېره ورځ د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ښاروالۍ د فرهنګي استازي په شتون کې د معارف سړک چې د مولانا تالار په سړک هم مشهور و، د اتفاق اسلام په نامه ونومول شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نعيم الحق حقاني وايي: اتفاق اسلام د هرات څخه خپرېدونکې تاريخي ورځپاڼه ده چې ددې سړک د نوم تغير کول هم د خپلو تاريخي ميراثونو د ساتنې په معنی ده.
نوموړي د اتفاق اسلام لوحې د لګولو پر وخت د ښاروالۍ څخه مننه وکړه او ويې ويل: د فرهنګي او تاريخي ميراثونو په نومونو سره د سړکونو نومول به اينده نسلونه د خپلو فرهنګي او تاريخي ميراثونو څخه باخبره وساتي.
د اتفاق اسلام سړک د معارف له دروازې شروع او د محبس تر سړکه امتداد لري.

۱۴۴۵/۳/۵ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲۹ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي. په دغو نندارتونونو کې د مطالعې مینوالو لپاره د دیني او عصري علومو سلګونه عنوانه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجة الحرام ۱) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۴۷
Background image

سرپل کې د بيهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانيستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست له لوري سرپل ولایت کې د ګټورو او معياري کتابونو ته د مناسبې بيې په بدل کې د اسانه لاسرسي برابرولو، د. . .

BACK TO NEWS