حسينه ساپۍ: ځوانان بايد خپلو موخو ته د رسېدو په خاطر له خپلې ځواکمنۍ او وړتيا څخه ګټه واخلي
د ځوانانو نړيواله ورځ نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت له لوري د(زده کړې د لېږدونې )په شعار سره په کابل کې ونمانځل شوه.
د باختراژاژنس د خبريال د خبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د يوشمېر جګپوړو دولتي مسوولينو، ګڼ شمېر ځوانانو او د بهرنيو ميلمنو په شتون جوړه شوې وه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د ځوانانو د نړيوالې ورځې له امله د هېواد ټولو ځوانانو ته مبارکي وويله او د ټولنې په بېلابېلو چارو په تېره بيا د سولې د تامينولو او د هېواد د ترقۍ او پرمختګ په لاره کې يې د ځوانانو رول مهم وباله او ويې ويل: هره ورځ د هغو ځوانانو ورځ ده چې د موخې لرونکي دي.
حسينې ساپۍ زياته کړه، چې ځوانان بايد خپلو موخو ته د رسېدو په خاطر له خپلې ځواکمنۍ او وړتيا څخه ګته واخلي، په نورو متکي ونه اوسي او خپله رهبري په خپله په لاس کې واخلي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وويل، چې له شته ستونزو او ناخوالو سره سره، اوس هم د هېواد ځوانان لوړه روحيه او مورال لري او په دې پروګرام او د هېواد د خپلواکى د سلمې کاليزې په وياړپه نورو بېلابېلو پروګرامونو کې د هغوى کارنده شتون د هغوى د لوړې روحيې څرګندوى دي.
هغې ټينګار وکړ، چې ځوانان ښه سمون او همغږۍ ته اړتيا لري.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين محمد اجمل شاهپور خبرې وکړې او د ځوانانو د نړيوالې ورځې له امله يې د هېواد ټولو ځوانانو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه، چې موږ په داسې حال کې د ځوانانو نړيواله ورځ نمانځو چې تر اوسه پورې د هېواد ځوانان پرمختللې او سوکاله ټولنې ته د رسېدو اوږده لاره په مخ کې لري .
هغه زياته کړه، چې د ځوانانو نړيواله ورځ کال په کال په مشخصو او څرګندو پيغامونوسره په نړۍ کې نمانځل کېږي او سږ کال به دغه ورځ د( زده کړې د لېږدونې) په پيغام سره په ټوله نړۍ کې ونمانځل شي.
د ځوانانو چارو معين زياته کړه، سره له دې چې له يوې خوا د ځوانانو لپاره يولړ فرصتونه برابر دي، خو له بلې خوا د ټولنې دغه ستر قشر د افراطيت او د افراطيت د تفکر، زده کړې ته د ټول شمول د نه لاسرسي، بې وزلۍ او وزګارتيا او په نشه يي توکو د روږديتوب د ګواښ په شان د ګواښونو ښکار هم دي.
اجمل شاهپور په دې ترڅ کې چې د ځوانانو يو لړ ستونزې يې په ګوټه کړې په دغه بنسټ کې د خپلو درېيو مياشتنيو کړنو په اړوند معلومات ورکړل او دغه راز د هېواد د ځوانانو د حالت د ښه والي په خاطر يې د ځوانانو چارو معينيت وړانديزونه او طرحې وړاندې کړې.
وروسته د پوهنې وزارت معين ډاکټر محمدابراهيم شينواري په خبرو کې وويل، چې د هېواد زيات شمېر وګړي ځوانان دي او دې ته اړتيا احساس کېږي چې ځوانان نوې زده کړې ترلاسه کړي.
هغه د اسلام د مبين دين له پلوه دعلم د رول په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل چې د اسلام په مقدس دين کې د علم او پوهې په زده کړه ټينګار شوى دى، خو له بده مرغه د هېواد ګڼ شمېر ځوانان له زده کړې څخه بې برخې دي.
هغه وويل چې بايد ځوانان د خپلې پوهې د کچې د لوړولو په برخه کې هڅه او هاند وکړي .
دغه راز په دې غونډه کې ګل خرسند، فرح مصطفوي او حميد الله د ځوانانو په استازيتوب خبرې وکړې او د ځوانانو د لارې پرسر د پرتو ستونزو اوخنډونو په باره کې يې معلومات ورکړل.
هغوى بې وزلي او وزګارتيا د ځوانانو مهمې ستونزې وبللې او څرګنده يې کړه چې په هره ټولنه کې ځوانان ټاکوونکى اوبنسټيز رول لري.
هغوى د ټولنې په بېلابېلو برخو کې ځوانانو ته د ونډې ورکولو ، زده کړې او د کار د فرصتونو د برابرولو په لاره کې د دولت او د مسوولو بنسټونو د پاملرنې او ملاتړ غوښتنه وکړه .
په دې غونډه کې دغه راز د جمهوري رياست د چارو د ادارې لوى رييس سيد وحيد قتالي د ځوانانو د نړيوالې ورځې له امله د هېواد ځوانانو ته مبارکي وويله او په ټولنه کې يې د ځوانانو رول ارزښتناک وباله .
هغه ټينګاروکړ چې بايد په بېلابېلو برخو کې ځوانانو ته د کار فرصت ورکړى شي او د هغوى له استعدادونو او ځواکمنۍ څخه د هېواد د پرمختګ او ترقۍ په لاره کې ګټه واخيستل شي .
دغونډې په پاى کې د مودلينګ همدلي د ډلې په واسطه د جامو نمايش او د افغان پارسا د څارندوى د ډلې په واسطه ترانه اجرا شوه .
