د اطلاعاتو او کلتور رئيس د جوزجان له ایمشک تاريخي تپې څخه ليدنه وکړه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۹:۴
.....

تېره ورځ (۳/۳/۱۴۴۵ هـ ق) د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سيف الدين معتصم د ایمشک له تاريخي تپې څخه ليدنه وکړه.
د یادې لیدنې پرمهال ښاغلي معتصم وويل: د رارسېدلو راپورونو په اساس يو تعداد خلکو د ايمشک تاريخي تپې په ساحه کې کښتونه کرلي و، په داسې حال کې چې د تاريخي ساحو څخه هر ډول استفاده منع ده، حتی د تاريخي ساحو په حريم کې هر ډول فعاليت د قانون خلاف کار دی.
نوموړي زياته کړه، د همدې مقصد لپاره مو د يادې تاريخي تپې څخه ليدنه وکړه، او دلته کښت کوونکو ته مو توصيه وکړه، چې له دې بعد به دلته هېڅ ډول فعاليت نه کوي.
د ښاغلي معتصم په خبره، له تاريخي ساحو او حريم څخه يې استفاده کول، ددې ځايونو تاريخي اصالت تر سوال لاندې راولي، همدا ډول د تاريخي ساحو ساتنه يواځې د اطلاعاتو او کلتور رياستونو دنده نه ده؛ بلکې ټول ملت يې په ساتنه مکلف دی.
د یادونې وړ ده، چې ایمشک تپه يوه تاريخي ساحه ده چې زرګونه کاله تاريخي قدامت لري، چې د کوشانيانو او باختريانو په دورو پورې اړه لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست او غور ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د رسنیو له مسولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۲
Background image

هلمند کې (د مطالعې ارزښت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنکي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز لښکرګاه عامه کتابتون کې (د مطالعې ارزښت) په نوم ګڼ شمېر زده کوونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۵۲
Background image

له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ او پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند وړیا ښوونیز مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول.
په دې اړه جوړه شویو غونډو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

BACK TO NEWS