لوګر کې د ۱۴۴۵ هـ ق کال د کانکور آزموینې ۱۵ تنه مخکښ ګډونوال وستایل شول
د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري ۱۵ تنه مخکښ زده کوونکي چې د ۱۴۴۵ هـ ق کال په کانکور آزموینه کې یې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې، وستایل شول.
په یاده ستاینغونډه کې یو شمېر ادارو مسؤلینو، علماوو او د زده کوونکو والدینو ګډون کړی و.
په پیل کې یې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم له بریالیو زده کوونکو وغوښتل، چې د هېواد د خدمت لپاره خپلې هڅې په تعلیمي ډګر کې ګړندۍ کړئ، تر څو هېوادوال د نورو له احتیاجه خلاص شي.
دغه راز د لوړو زده کړو موسسې رئیس دکتور شفیق الله شفقت د یادو زده کوونکو هڅې وستایلې او له زده کوونکو یې وغوښتل، چې د هېواد د پرمختګ او د معلوماتو زیاتولو لپاره تر دې زیات زیار وباسي.
۱۴۴۵/۲/۲۸ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲۲ هـ ش
