د غزني په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د مالي او محاسبې یو میاشتنی سیمینار پای ته ورسېد
تېره ورځ د غزني ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د مالي او محاسبې یو میاشتنی سیمینار چې د دغه ریاست د ځوانانو چار آمریت له لوري د اقتصاد پوهنځیو زده کوونکو لپاره جوړ شوی و، پای ته ورسېد.
په دې اړه د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار وایي: په یاد سیمینار کې څه باندې ۷۰ تنو د حکومتي او خصوصي پوهنتونونو د اقتصاد پوهنځیو زده کوونکو برخه اخیستې وه او موخه یې د زده کوونکو ظرفیت لوړول وو.
ښاغلی نثار زیاتوي، د هېواد د آبادۍ او آزادۍ لپاره باید له تورې او قلم څخه کار واخیستل شي او په دې برخه کې اسلامي امارت کدرونو ته اړتیا لري.
۱۴۴۵/۲/۲۷ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲۱ هـ ش
