د صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ کې کتابتون پرانیستل شو
د خوست ولايت اړوند صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ مکتب بازار مرکزي ليسه کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست په همکارۍ د ځوانانو د کتاب لوستنې او مطالعې ته د هڅونې په پار يو کتابتون پرانیستل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د خوست اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر مولوي سبحان الله عزام وویل: د ا.ا.ا. په خپل ټول توان او د شته امکاناتو په درلودلو سره هڅه کوي چې ځوانان د علم او پوهې په ګاڼه سمبال کړي، نوموړي همدا راز د عصري زده کړو ترڅنګ د ديني علومو په زده کړې ټينګار وکړ.
۱۴۴۵/۲/۲۶ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲۰ هـ ش
