د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د مطالعې او تاریخي میراثونو د ارزښت په اړه معلومات وړاندې شول
نن یک شنبه (۱۴۴۵/۲/۲۵ هـ ق) د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د مطالعې د دود غښتلتیا، تاریخي ځایونو او کلتوري میراثونو د اهمیت او ارزښت په اړه د مرکز اړوند، د ده دوشنبې د کتب خېل علیا د لیسې زده کوونکو ته معلومات وړاندې شول.
د اطلاتو او کلتور ریاست مسؤلینو په خپل وارسره په ټولنه کې د ځوانانو لپاره د مطالعې پر ارزښت، د تاریخي او لرغونو سیمو او دغه راز د موزیم او تاریخي آثارو د ساتنې په برخو کې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د یادې لیسې له مشرتابه او زده کوونکو څخه یې غوښتنه وکړه، تر څو د مطالعې د کلتور د پیاوړتیا او همدارنګه د تاریخي او کلتوري میراثونو د ساتلو په برخو کې جدي پاملرنه وکړي.
د یادونې وړه ده، چې تر دې مخکې هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلینو لخوا د یو شمېر خصوصي ښوونځیو ترڅنګ د څو نورو دولتي ښوونځيو زده کوونکو ته هم دا ډول معلوماتي پروګرامونه جوړ شوي وو.
