د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د مطالعې او تاریخي میراثونو د ارزښت په اړه معلومات وړاندې شول

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۳:۳۱
.....

نن یک شنبه (۱۴۴۵/۲/۲۵ هـ ق) د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د مطالعې د دود غښتلتیا، تاریخي ځایونو او کلتوري میراثونو د اهمیت او ارزښت په اړه د مرکز اړوند، د ده دوشنبې د کتب خېل علیا د لیسې زده کوونکو ته معلومات وړاندې شول.
د اطلاتو او کلتور ریاست مسؤلینو په خپل وارسره په ټولنه کې د ځوانانو لپاره د مطالعې پر ارزښت، د تاریخي او لرغونو سیمو او دغه راز د موزیم او تاریخي آثارو د ساتنې په برخو کې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د یادې لیسې له مشرتابه او زده کوونکو څخه یې غوښتنه وکړه، تر څو د مطالعې د کلتور د پیاوړتیا او همدارنګه د تاریخي او کلتوري میراثونو د ساتلو په برخو کې جدي پاملرنه وکړي.
د یادونې وړه ده، چې تر دې مخکې هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلینو لخوا د یو شمېر خصوصي ښوونځیو ترڅنګ د څو نورو دولتي ښوونځيو زده کوونکو ته هم دا ډول معلوماتي پروګرامونه جوړ شوي وو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۱
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷) به رهبری مهاجر فراهی معین امور نشرات نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتابِ وزارت اطلاعات و فرهنگ در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در این نشست درمورد شماری از. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۲۴
Background image

برگزاری مشاعره عنعنوی بهاری(لغمان سرسبز)

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان به هماهنگی ریاست ترنم و ترانه‌های وزارت اطلاعات و فرهنگ مشاعره عنعنوی بهاری لغمان سرسبز را در کنار دریای خروشان الینگار شهر مهترلام راه‌اندازی کرد که. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۹
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با نویسندگان، فرهنگیان و جوانان فعال

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت ارزگان نشست هماهنگی با نویسندگان، فرهنگیان و جوانان فعال این ولایت راه‌اندازی کردند که هدف از برگزاری این نشست، ترویج ارزش‌های اسلامی و ملی در جامعه،. . .

BACK TO NEWS