لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري ٥٠ تنه ځوانانو ته د ویناوالۍ روزنیز پروګرام جوړ شو
تېره ورځ چهارشنبه (١٤٤٥/٢/٢١) د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز په نوښت له ٥٠ څخه زیاتو ځوانانو، زده کړیالانو او زده کوونکو ته د ښې ویناوالۍ په برخه کې ۲۰ ورځنی رونیز پروګرام پیل شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم وویل: زموږ ځوانان د ډېرو ښو استعدادونو خاوندان دي، خو د کم جرئت او د ویناوالۍ د لارو چارو سره د نه بلدتیا له امله نشي کولای خپل نظریات، پوهه او استعدادونه تر نورو ورسوي.
ښاغلي صمیم د ښه ویناوالۍ روزنیز پروګرام پر لاره اچول د ځوانانو لپاره ښه فرصت وبالی او له ګډونوالو یې غوښتنه وکړه، چې د یاد ۲۰ ورځني پروګرام څخه د خپلو وړتیاوو په لوړولو کې پوره ګټه پورته کړي.
١٤٤٥/٢/٢١ ه ق
١٤٠٢/٦/١٥ ه ش
