د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس د اکتید دفتر له مسؤل سره وکتل
د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي عمر سرپولي په خپل کاري دفتر کې د دغه ولایت د اکتید دفتر له مسؤل ايمل عطايي سره وکتل.
په دغه کتنه کې ښاغلي سرپلي د کلتوري پروګرامونو، د کتابتون د پراختیا، د یاد ولایت د اونیزې ورځپاڼې د چاپ په برخه کې، د ښوونې او روزنې په برخه کې او د سرپل ولایت د ځوانانو د اړتیاوو په اړه خبرې وکړې او په دغو برخو کې یې د یاد دفتر له مسؤل څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورپسې د اکتيد دفتر مسؤل په دغه ولايت کې د ځوانانو او په نورو بېلابېلو برخو کې د دغه دفتر د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: د اکتيد مرکزي دفتر د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د ځوانانو چارو معینیت سره تفاهم لیک لاسلیک کړی چې د ځوانانو لپاره به فعالیتونه کوي او له دوی سره یې هم د همکارۍ ژمنه وکړه.
١٤٤٥/٢/١١ ھ ق
١٤٠٢/٦/٦ ھ ش
