په نیمروز ولایت کې د کلتوري کمېټې نوبتي غونډه تر سره شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۱۵:۴۰
......

د نيمروز ولايت کلتوري کمېټې نوبتي غونډه د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس، مفتي حبيب الله الهام په مشرۍ په داسې حال تر سره کړه چې د یاد ولایت د لوړو زدکړو موسسې رئيس مولوي محمد صديق بني کمال، د پوهنې، ښاروالۍ، ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو استازو  او د یادې کمېټې غړو حضور درلود.
په پیل کې یې ښاغلي الهام د یادې کمېټې په اړه وویل، چې  د دې کلتوري کمېټې له جوړېدو څخه مو موخه په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره د کلتوري ډګر پياوړتيا او وده ورکول دي. 
ورپسې په غونډه کې د همدې کميټې د فعاليتونو او لومړيتوبونو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وشوه او اړوندې پریکړې تر سره شوې.

۱۴۴۵/۱/۱۶ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۱۱ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS