په نیمروز ولایت کې د کلتوري کمېټې نوبتي غونډه تر سره شوه
د نيمروز ولايت کلتوري کمېټې نوبتي غونډه د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس، مفتي حبيب الله الهام په مشرۍ په داسې حال تر سره کړه چې د یاد ولایت د لوړو زدکړو موسسې رئيس مولوي محمد صديق بني کمال، د پوهنې، ښاروالۍ، ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو استازو او د یادې کمېټې غړو حضور درلود.
په پیل کې یې ښاغلي الهام د یادې کمېټې په اړه وویل، چې د دې کلتوري کمېټې له جوړېدو څخه مو موخه په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره د کلتوري ډګر پياوړتيا او وده ورکول دي.
ورپسې په غونډه کې د همدې کميټې د فعاليتونو او لومړيتوبونو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وشوه او اړوندې پریکړې تر سره شوې.
۱۴۴۵/۱/۱۶ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۱۱ هـ ش
