د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د جوزجان او لوګر ولایتونو له رئیسانو سره وکتل

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۵:۵۴
.....

نن چهار شنبه (۱۴۴۵/۱/۹ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور محترم وزیر ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې په بېلو بېلو ناستو کې د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سیف الدین معتصم او د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم سره وکتل.
په پیل کې یادو رئیسانو له محترم وزیر صاحب سره خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه، نوښتونه او شته ستونزې شریکې کړې او د همکارۍ غوښتنې یې وکړې. 
ښاغلي خیرخواه دوی ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د دوی کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا ښه بهبود لپاره یې لازمې مشورې او سپارښتنې ورته وکړې، همدا راز یې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واوریدل او ډاډ یې ورکړ چې وړاندیزونو او ستونزو ته به یې جدي رسیدګي کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۰
Background image

په شاه‌جوی ولسوالۍ کې د عامه کتابتون د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې

د زابل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د شاه‌جوی ولسوالۍ د شوبار سیمې اوسېدونکو او فرهنګ‌پالو ځوانانو په ګډو همکاریو د عامه کتابتون د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل کړې.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

هرات کې د مطبعو، عکاسيو او فوتو کاپيو له مسؤلینو او کتاب پلورونکو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د کاپي رایټ(لیکوالانو حقونو ساتنې) او د فرهنګي آثارو د غیر قانوني خپرولو د مخنیوي په موخه د مطبعو، عکاسيو او فوتو کاپيو له مسؤلینو او کتاب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۴۲
Background image

غور کې د بیهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانیستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو خپرولو ریاست له لوري، غور ولایت کې د مطالعې فرهنګ د ودې او د دیني او عصري علومو سرچینو ته د لاسرسي په موخه د بیهقي. . .

BACK TO NEWS