د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس له سنائي عالي لېسې څخه لیدنه وکړه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۵:۲۴
.....

نن چهارشنبه (۱۴۴۵/۱/۹ هـ ق) د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار په داسې حال کې چې د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالله منصور او د ځوانانو چارو آمر زاهد افغان یې ملتیا کوله په دغه ولایت کې له سنائي عالي لېسې څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې پرمهال ښاغلي نثار د دغه لېسې د ښوونکو هلې ځلې وستایلې او له ښوونکو یې وغوښتل چې د خپل هېواد بچیان دې په اسلامي عقایدو، هېوادني افکارو، افغاني دود او کلتور وروزي.
نوموړي د نن ورځې زده کوونکي د هېواد راتلوونکي مشران او رهبران یاد کړ او له هغوي یې وغوښتل چې په خپلو درسونو کې زیار وباسي او سر له نن دې د هېواد د آبادۍ او آزادۍ افکار په ذهن کې ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۰
Background image

په شاه‌جوی ولسوالۍ کې د عامه کتابتون د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې

د زابل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د شاه‌جوی ولسوالۍ د شوبار سیمې اوسېدونکو او فرهنګ‌پالو ځوانانو په ګډو همکاریو د عامه کتابتون د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل کړې.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

هرات کې د مطبعو، عکاسيو او فوتو کاپيو له مسؤلینو او کتاب پلورونکو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د کاپي رایټ(لیکوالانو حقونو ساتنې) او د فرهنګي آثارو د غیر قانوني خپرولو د مخنیوي په موخه د مطبعو، عکاسيو او فوتو کاپيو له مسؤلینو او کتاب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۴۲
Background image

غور کې د بیهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانیستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو خپرولو ریاست له لوري، غور ولایت کې د مطالعې فرهنګ د ودې او د دیني او عصري علومو سرچینو ته د لاسرسي په موخه د بیهقي. . .

BACK TO NEWS