په پکتیا کې د مشاعرو د لا ښه والي په موخه ناسته تر سره شوه
تېره ورځ د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې د دغه ریاست اړوند ګلبڼ میاشتنۍ او نښتر کلنۍ مشاعرو د لا ښه والي په موخه د شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګپالانو سره ناسته ترسره شوه.
په پیل کې یې د یاد ولایت اطلاعاتو او کلتور رئیس قاضي ثواب جان اسلامیار وویل، له دغې ناستې موخه د ادبي او کلتوري چارو پیاوړتیا او لا ښه والی دی.
د ښاغلي اسلامیار په وینا پخوا لیکوالان او شاعران په دې فکر وو، چې د امن او آزادۍ په فضا کې لیکنه وکړي او شعر وړاندې کړي خو زمینه ورته برابره نه وه، اوس د هېواد په هره سیمه کې د دوی لپاره د امن په فضا کې زمینه برابره ده، چې خپل فعالیتونه ترسره کړي.
ورپسې د هنر او کلتور آمر عقل خان وهاج وویل، چې د پکتیا ولایت ټول شاعران به ثبت شي او ځانګړي پېژند کارتونه به ورکړل شي.
په پای کې د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاضي ثواب جان اسلامیار ډاډ ورکړ، چې شاعرانو او لیکوالانو ته په مسلکي برخو کې د پوهنتون استادانو لخوا د ځانګړې روزنې پروګرامونه جوړیږي.
۱۴۴۵/۱/۷ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۲ هـ ش
