د حصارک ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس ته د اعزاز پګړۍ ور په سر کړه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۹:۶
.....

نن دوشنبه (۳۰ د ذوالقعدې ۱۴۴۴) د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ ځوانانو د دغه ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د یاد ریاست رئیس مولوي نور محمد حنیف ته د ښو خدمتونو په بدل کې د اعزاز لونګۍ ور په سر کړه.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې مولوي نور محمد حنیف وویل، ځوانانو ته کاري فرصتونه رامنځته کول مو لومړیتوب دی، ځوانان په ټولنه کې د ملا دتیر حیثیت لري او هڅه کوو چې دغې مهم قشر ته کاري فرصتونه رامنځته کړو، ترڅو د هېواد دا بیړۍ په ګډه تر منزله ورسوو، ښاغلي حنیف زیاته کړه، ځوانان باید خپل یووالی وساتي او د هېواد د ابادۍ لپاره مټې را ونغاړي، په پردیو هېوادونو کې د خدمت په ځای باید خپل هیواد ته لومړیتوب ورکړي.
 ځوانانو د رئیس کړنې د اغزاز لونګۍ په ورکولو سره وستایلې او د ځوانانو لپاره یې د نوموړي د هلو ځلو  مننه وکړه.
۱۴۴۴/۱۱/۳۰ ه ق
۱۴۰۲/۳/۲۹ ه ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۳
Background image

سمنګان کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کنفرانسونو په تالار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو.
په دې پروګرام کې د امارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۱
Background image

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان او نوښتګرو ځوانانو سره وکتل

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له نوښتګرو ځوانانو، همدارنګه د ولسوالۍ له ولسوال او امنیه قوماندان سره وکتل.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د خطاطۍ او رسامۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۵۸
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له دویمې او څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دویمې او څلورمې ناحیې د قوای مرکز سیمې اړوند د لوحو او. . .

BACK TO NEWS