لغمان کې د خبريالانو لس ورځنی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

wali_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۰ - ۱۲:۳۲
لغمان کې د خبريالانو لس ورځنی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

 

لغمان ولايت کې د کهکشان رسنيز ګروپ او اطلاعاتو او کلتور رياست په همغږۍ لس ورځې مخکې پیل شوی روزنيز ورکشاپ چې د لغمان او نورستان ولايتونو ۲۰ تنو خبريالانو ته د روزنې په موخه جوړ شوی و، پای ته ورسېد.
په دې روزنيز ورکشاپ کې خبريالانو ته د خبریالۍ په اصولو، مهارتونو، اخلاقو، حقوقو، تحقیقي، تحلیلي او فیچري راپورونو د چمتو کولو زده کړې په مسلکي توګه ورکړل شوې.
د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالنور رسولي د کهکشان رسنيز ګروپ او روزونکو څخه د ياد روزنيز ورکشاپ د جوړولو له امله مننه وکړه او له خبريالانو يې وغوښتل، چې دلته زده کړې پوهه تر نورو هم ورسوي.
ور پسې په اقتصادي او کلتوري چارو کې د ولایت سلاکار رفیع الله رفیع له خبريالانو وغوښتل، څه مو چې دلته زده کړي په مسلکي بڼه یې د خپلو رسنیو له لارې ولس ته وړاندې کړئ، نوموړي د ولایتي ادارې په استازیتوب ټولو خبریالانو ته ډاډ ورکړ چې په تحقیقي راپور جوړونه کې له ژورنالیستانو څخه بشپړ ملاتړ کوي.
د خبريالانو په استازولۍ بشير احمد احمدي د اطلاعاتو او کلتور رياست، کهکشان رسنيز مرکز او روزونکو څخه د مننې ترڅنګ ياد روزنيز ورکشاپ د مسلکي خبريالۍ په برخه کې ډېر ګټور وباله.

۱۴۴۴/۱۱/۱۰ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۹ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۳
Background image

سمنګان کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کنفرانسونو په تالار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو.
په دې پروګرام کې د امارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۱
Background image

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان او نوښتګرو ځوانانو سره وکتل

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له نوښتګرو ځوانانو، همدارنګه د ولسوالۍ له ولسوال او امنیه قوماندان سره وکتل.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د خطاطۍ او رسامۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۵۸
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له دویمې او څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دویمې او څلورمې ناحیې د قوای مرکز سیمې اړوند د لوحو او. . .

BACK TO NEWS