په بغلان کې د موزیم نړیواله ورځ ولمانځل شوه
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمریت له لوري د موزیم نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.
د غونډې په پیل کې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي په خپلو خبرو کې د کلتوري ارزښتونو د ساتنې لپاره د موزیم اهمیت ډیر مهم وباله.
ښاغلي هاشمي له ځايي مشرانو او ولسي خلکو څخه وغوښتل، چې د خپل ټولنیز او کلتوري مسؤلیت له مخې دې د کلتوري توکو، تاریخي آبداتو او لرغونو ځایونو څخه ښه ساتنه وکړي او هیچاته اجازه مه ورکوئ چې په نا قانونه ډول یې قاچاق کړي.
ورپسې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي عزت میرحقاني په خپلو خبرو کې په بغلان کې د نوي جوړ شوي موزیم د ودې لپاره له خلکو وغوښتل، چې په خپلو کورونو او سیمو کې دې هغه توکي موزیم ته وسپاري، چې تاریخي او کلتوري ارزښت لري.
ور پسې د غونډې ګډونوالو په خپلو خبرو کې په یاده برخه کې، د همکارۍ د ډاډ ورکړ.
۱۴۴۴/۱۰/۲۸ هـ ق
۱۴۰۲/۲/۲۸ هـ ش
