د ننګرهار عامه کتابتون سره د ۸ سوه ټوکه بېلابېلو کتابونو مرسته وشوه

wali_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۱۴:۲۹
asdfg

 

نن یکشنبه (۱۴۴۴/۱۰/۲۴ هـ ق) د ننګرهار عامه کتابتون او راشئ ولولئ کتابتون سره د لیکوال او ژورنالېست باز محمد عابد له لوري د ۸ سوه ټوکه بېلابېلو برخو کتابونو مرسته وشوه.
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ آمر امرالله امید عامه کتابتون ته د دغې کتابونو له ورکړې مننه وکړه او پر نورو فرهنګ پالو یې غږ وکړ، چې خپل اضافي کتابونه د عامه لوستنې لپاره دې کتابتون ته په واک کې ورکړئ.
د ننګرهار عامه کتابتون مسؤل ضیاءالدین همت مل، بیا خلک دې کتابتون ته د لوستنې او مطالعې لپاره وبلل او ډاډ یې ورکړ، چې راشئ ولولئ کتابتون دروازې هر وخت د لوست د مینوالو لپاره خلاصې دي.
د یادولو وړ ده چې د ننګرهار عامه کتابتون راشئ ولولئ کتابتون کې له ۱۵ څخه تر ۲۰ زرو پورې ادبي، کلتوري، سیاسي، عملي او نور بېلابېل ډوله کتابونه د مطالعې د مینوالو لپاره شتون لري، چې هره ورځ ترې د لوست مینوال د خپلو معلوماتو د بډاینې لپاره ګټه پورته کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS