سرپل ولایت کې سیمه ییزو ادارو ته د مطبوعاتي مسؤلینو تر معرفت وروسته د همږغۍ لومړۍ غونډه تر سره شوه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۱۱:۴۱
....


تېره ورځ په سرپل ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري سیمه ییزو دولتي ادارو ته د مطبوعاتي مسؤلینو تر معرفت وروسته د همږغۍ لومړۍ غونډه تر سره شوه. 
 د غونډې په پیل کې د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي عمر سرپلي وویل، د خبریالانو، رسنیو او د افغانستان د خبریالانو د کمیټې د مشر د غوښتنې په اساس مو پخوا له رياستونو څخه غوښتي و، چې خپل مطبوعاتي مسؤلین دې د اطلاعاتو او کلتور رياست ته ور وپېژني، تر څو د خبريالانو لاس رسی اطلاعاتو ته په آسانۍ سره وشي، چې په بریالیتوب سره دا کار ترسره شو.
 ښاغلي سرپلي د ټولو اداري مسؤلينو څخه وغوښتل، چې د دې رياست له خبريالانو سره دې د خپلو ادارو د خبرونو او راپورونو په شریکولو کې همکاري وکړي.
 ورپسې په سرپل کې د افغان خبريالانو د کمېټې مشر غلام سخي فروتن د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د دغه نوي اقدام هرکلى وکړ او زیاته یې کړه، چې د رياستونو او ادارو د مطبوعاتي مسؤلينو او خبريالانو ترمنځ د همغږۍ په صورت کې موږ کولاى شو معلوماتو ته په آسانۍ سره لاسرسى پيدا کړو او دا زموږ د رسنيو فعاليتونه ډېر اسانه کوي.
 ورپسې د یادو ادارو مطبوعاتي مسؤلینو خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او په دې برخه کې یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

۱۴۴۴/۹/۱۹ هـ ق 
۱۴۰۲/۱/۲۱ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS