په هلمند کې د نبوي سیرت سیالي ترسره شوه

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۱ - ۱۰:۵۵
....

تېره ورځ په هلمند ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو مدیریت لخوا د سیرت النبي سیالي ترسره شوه، چې پکې ۶۰ تنه زده کوونکو ګډون کړی و.
د ځوانانو چارو مدیر قاري عبدالباري حنظله وایي، دغه ډول سیالۍ به زموږ نوی نسل وهڅوي تر څو د خپل خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ژوند مطالعه کړي او د هغه سیرت او صورت په خپل ژوند کې عملي کړي.
د ځوانانو د پرمختګ مدیر وایي، د دغه سیالیو پايلې به ډیر ژر اعلان شي، تر کوچني اختر وروسته به په یوه شانداره پروګرام کې ګټوونکو او د لومړي، دوهم او دریم مقام ترلاسه کوونکو ته جایزې ورکړل شي.
د یادونې وړ ده چې د ځوانانو مدیریت تر دې وړاندې هم د ځوانانو د پرمختګ او علمي سطحې لوړونې په موخه بېلابېلې سیالۍ ترسره کړې دي.

 ۱۴۴۴/۹/۱۸ هـ ق
۱۴۰۲/۱/۲۰ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS