د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست او يوه خصوصي انستیتیوت ترمنځ هوکړه لاسليک شو

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۷ - ۱۲:۳۱
....

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست او میلاد النبي خصوصي صحي انستیتیوت ترمنځ زده کړیالانو ته د  ۲۰٪تخفیف په برخه کې د همکاریو هوکړه ليک د اطلاعاتو او کلتور رئيس رفيع الله صميم او د ياد انسټيټيوټ د تدريسي مرستيال محمد عمران دراني له لوري لاسليک شو.
 يادو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر محمد ګل تسل او د ځوانانو چارو مدیر ذبیح الله جواد هم شتون درلود.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس په وينا هغه ځوانان چې په ياد انسټيټيوټ کې د زده کړو هيله ولري، کولائ شي چې د ځوانانو چارو مديريت له ادرسه په شل سلنه تخفيف سره د طبي ټکنالوژۍ، دواجوړونې، غاښونو پروتيز، عالي نرسنګ او قابلګۍ په برخو کې زده کړې وکړي.
۱۴۴۴/۹/۴هـ ق
۱۴۰۲/۱/۶ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۳
Background image

سمنګان کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کنفرانسونو په تالار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو.
په دې پروګرام کې د امارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۱
Background image

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان او نوښتګرو ځوانانو سره وکتل

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له نوښتګرو ځوانانو، همدارنګه د ولسوالۍ له ولسوال او امنیه قوماندان سره وکتل.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د خطاطۍ او رسامۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۵۸
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له دویمې او څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دویمې او څلورمې ناحیې د قوای مرکز سیمې اړوند د لوحو او. . .

BACK TO NEWS