په بادغیس کې د کب شلمه د کلتوري ميراثونو د نړیوالې ورځې په اړه سیمینار ترسره شو

wali_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۲:۵۸
Afg

 

تېره ورځ ۱۴۴۴/۸/۱۹ هـ ق  د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې د کلتوري میراثونو ارزښت تر عنوان لاندې د کب شلمه د کلتوري ميراثونو د نړیوالې ورځې په اړه غونډه جوړه شوه.
چې پکې علماوو، د رسنيو مسؤلينو، فرهنګيانو او يو شمېر ځوانانو ګډون کړی و.
 غونډه د کلام الله د څو مبارکو آیتونه په تلاوت پیل شوه، ورپسې د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس اخندزاده مطیع الله متقي د لرغونو آثارو او فرهنګي میراثونو په ارزښت خبرې وکړې.
ورپسې د علماوو د شورا غړي الحاج مولوی غلام محمد"موحدی" خبرې وکړې او زیاته یې کړه، اوس د کلتوري مبارزې وخت دی، مونږ بايد د خپل اسلامي او افغاني کلتور ساتنه وکړو.
 د غونډې په وروستۍ برخه کې د فرهنګ آمر عبدالاول حبيبي دتاريخي ځايونو، لرغونو آثارو،  د ښې ساتنې په برخه کې د ولسي وګړو د همکاريو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS