د کتابونو ارزونې کمېسیون غونډه ترسره شوه

dawood_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۲۱:۸
library

نن دوشنبه ۱۴۴۴/۷/۸ هـ ق د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معينيت کې د نشراتو معین مهاجر فراهي په مشرۍ د کتابونو د ارزونې کمېسیون غونډه ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بیهقي ریاست رئيس ځانواک مفتي زاده، د لوړو زده کړو وزارت د بهرنيو هيوادونو د تحصيلي اسنادو ارزونې او معادلت رياست رئیس مولوي احمد تقي او د کمېسيون نورو غړو ګډون کړی ؤ.
غونډه د قرآن کريم په مبارکو آياتونو پیل شوه، ورپسې د نشراتو معين ښاغلي مهاجر فراهي د یاد کمېسيون کارونه مثبت ارزیابي کړل او د کمېسيون فعاليتونه يې وستايل او  د لا ښه والي توصيه يې ورته وکړه.
 همدا راز په یاده غونډه کې د مختلفو کتابونو ارزونه او کتنه وشوه، هغه کتابونه، چې د اسلامي ارزښتونو او افغاني عنعناتو سره سم ول، د چاپ او نشر اجازه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS