د قندهار عامه کتابتون 16زره کتابونه لري چې لوستلو ته یې هره ورځ لسګونه کسان ورځي

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۱ - ۱۱:۲
Sayeed, Kandahar, library

د قندهار په اطلاعات او فرهنګ رياست کې موجود عامه کتابتون په 1345ه ش کې جوړ شوی چې زرګونه کتابونه او سلګونه مراجعين لري.

د قندهار د اطلاعات او فرهنګ ریيس مولوي  نور  احمد سعيد د باختر آژانس له سیمه ييز خبریال سره په مرکه کې ویلي چې د قندهار عامه کتابتون، چې په اطلاعات او فرهنګ رياست کې موقعيت لري ۱۶۰۰۰ بېلا بېل کتابونه لري، چې ډېره برخه یې منثور او منظوم ادبيات، تاريخ، اسلاميات، سياسي کتابونه، ناول، لنډي کيسې، د زراعت اړوند، حقوقي کتابونه او ورته نور دي.

سعيد وايي چې په عامه کتابتون کې د پخوانيو ورځپاڼو او مجلو کليکسونونه هم موجود دي، چې زيات وختونه د پوهنتون محصلين او زده کوونکي  د خپلو علمي څېړنو د بشپړولو لپاره ترې ګټه اخلي. په خبره یې؛ د طلوع افغان، هېواد، انیس، سمون، اصلاح، سورغر او ځينو نورو ورځپاڼو کليکسونونه هم د قندهار په عامه کتابتون کې خوندي شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي چې نورې مهمې او پخوانۍ مجلې هم د قندهار عامه کتابتون کې شته چې زيات شمېر لوستونکي لري.

سعيد زياته کړه، چې په عادي ورځو کې دغه کتابتون ته تر ۳۰ کسانو پورې مراجعه کوي؛ خو د ښوونځيو او پوهنتونونو د پیل کېدو پر مهال عامه کتابتون ته د مراجعه کوونکو شمېر تر ۳۰ کسانو پورته کېږي. د سعید د څرګندونو له مخې؛ د پوهنتونونو، ښوونځيو او نورو ښوونيزو مرکزونو څخه په اوونۍ کې  يو ځل يا دوه ځلې زده کوونکي او محصلين په علمي سيل اطلاعات او فرهنګ رياست ته ورځي، چې پر نورو برخو سربېره عامه کتابتون هم ګوري.

د قندهار د اطلاعات او فرهنګ رییس وايي چې د قندهار په عامه کتابتون کې ځينې پخواني علمي، ادبي، طبي او ګټور کتابونه هم موجود دي، چې په زياته کچه د پوهنتونونو د محصلينو لپاره د استفادې وړ وي.

د يادونې وړ ده چې د قندهار په اطلاعات او فرهنګ رياست کې موجود کتابتون د قندهار په کچه يوازینی عامه کتابتون دی، چې دروازه یې د ټولو مطالعه کوونکو پر مخ خلاصه ده او هر څوک کولای شي په وړيا ډول د ياد عامه کتابتون کتابونه مطالعه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۳:۳۱
Background image

هلمند کې د کتاب نړیواله ورځ ولمانځل شوه

تېره ورځ د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د عامه کتابتون انګړ کې د کتاب نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کي ولمانځل شوه.

د هلمند عامه کتابتون مدیر محسن عمري د کتاب د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۲:۴۸
Background image

بغلان کې د مطبوعاتو نړیواله ورځ د یوې فرهنګي غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه

تېره ورځ د بغلان ولايت  د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطبوعاتو نړیواله ورځ د یوې فرهنګي غونډې او مشاعرې په ترڅ کې ولمانځل شوه.

په دې فرهنګي غونډه  کې د ولایت مقام د دفتر رئیس، د. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۵:۱۷
Background image

هلمند کې د یتیمانو د ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې

نن پنج شنبه ( ۱۶ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ اړوند د دولتي پوهنتون سیمه کې د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم په اساس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په سپارښتنه. . .

BACK TO NEWS