د ښځو د حقوقو په اړه د عاليقدر امیرالمؤمنین لخوا ځانګړی فرمان صادر شو

ناپیژنده (not verified)
جمعه ۱۴۰۰/۹/۱۲ - ۱۹:۱۶
Islamic Emirate

 بسم الله الرحمن الرحیم

د اسلامي امارت د مشرتابه  مقام ټولو اړونده مسئولینو، علماء کرامو او قومي مشرانوته هدایت کوي چې د ښځو د لاندې حقوقو د پرځای کولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

۱ــ د نکاح پرمهال د بالغوښځو رضایت ضروری دی (خو چې نکاح له کفو (سیال) سره وي، د فتنې او فساد خطر هم په کې نه وي).

هيڅوک ښځې په جبر او اکراه سره پرنکاح کولو نشي مجبورولای.

۲ــ ښځه مال نه، بلکې اصیل او آزاد انسان دی، هيڅوک يې چاته د صلحې په بدل (بدو) کې نشي ورکولای.

۳ــ د میړه له وفات وروسته، چې شرعي عدت (څلورمیاشتې او لس شپې یا وضع د حمل) تیر شي، کونډه ښځه نه لیور ځانته په زور نکاح کولای شي او نه بل څوک، کونډه د نکاح کولو او د خپل راتلونکي سرنوشت په هکله د خپل اختیار څښتنه ده، (خو چې د کفو (سیال) اصل او د فتنې او فساد مخنیوی په نظر کې نیول شوی وي).

۴ــ له نوي خاوند څخه د مهر اخیستل د کونډې شرعي حق دی.

۵ــ ښځه د (وفات شوي) میړه، اولاد، پلار او نورو خپلوانو په مالونو کې  په فرضیت او عصبیت سره د میراث حق او ثابت سهم لري، هيڅوک يې له خپل حق څخه نشي بې برخې کولای.

۶ ــ کوم څوک چې متعدد ودونه لري، مکلف دی چې ټولو ښځوته د شرعي حکم سره سم حقوق ورکړي او ترمنځ يې عدل وکړي.

د پورته حکم د تعمیل او په ښه ډول تطبیق لپاره دې لاندې امارتي ارګانونه په خپله خپله برخه کې اقدامات ترسره کړي.

الف : د حج او اوقافو وزارت ته حکم کیږي چې د ښځو د حقونو اړوند هدایاتو په هکله علماء کرام او خطیبان وهڅوي،  ترڅو د خپلو خطبو او موعظو له لارې خلک پوه کړي چې له ښځو سره ظلم کول او د هغوی حقوق نه ورکول د الله تعالی د نارضایتۍ او د هغه د عذاب او قهر سبب ګرځي.

ب : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې هم د خپلو وسائلو له لارې د ښځو د حقونو اړوند ترغیبي او ترهیبي ګټور مطالب په تحریري او صوتي بڼه په دوامداره توګه نشرته وسپاري، د ګټورو رسائلو تکثیر او اشاعت ته دې د فن او استعداد خاوندان وهڅوي، تر ممکنه بریده دې ځینې مهمې لنډې رسالې له خپلو وسائلو څخه په استفاده چاپوي، ترڅو د ښځو د شرعي حقوقو په هکله د علماء کرامو توجه جلب، پوهای عام او د روان ظلم مخنیوی اسانه شي.

ج: د سترې محکمې عالي مقام دې ټولو محاکموته هدایات وکړي چې ترڅو د ښځو خصوصا د کونډو د حقونو او پرهغوی د ظلمونو اړوند عریضې په اصولي ډول واخلي او په هکله يې عفلت ونه کړي، ترڅو له ظلم څخه د خلاصون او د خپلو شرعي حقونو د ترلاسه کولوپه برخه کې له مایوسۍ سره مخ نه شي.

د: والیان او ولسوالان دې د یادو وزارتونواو سترې محکمې سره د دغه فرمان د تطبیق په بر خه کې هر اړخیزه همکاري وکړي. والسلام

د اسلامي امارت د مشرتابه مقام

۲۸/۴/۱۴۴۳هـ ق

۱۲/۸/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/12/3م

 

  

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۲۱:۳۶
Background image

کاپیسا کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د خبریالانو د ستونزو حل، د دوی ملاتړ او د اطلاع رسونې د چارو د ښه والي په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

رسنیو له استازو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي مسئولینو په شتون کې، د رسنیو استازو او خبریالانو د پکتیکا له مرستیال والي قاضي نورالله سره ناسته وکړه.
. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۱
Background image

د بامیان راډیو نشراتي چارې وارزول شوې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد په مشرۍ یو پلاوي د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح او د. . .

BACK TO NEWS