کندوز کې د فریلانسینګ یا انلاین کاروبار له درې میاشتني وړیا روزنیز پروګرام څخه ۳۰ تنه ځوانان فارغ شول

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۲۹
..

د کندوز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فریلانسینګ یا انلاین کاروبار په برخه کې د جوړ شوي درې میاشتني وړیا روزنیز پروګرام څخه ۳۰ تنه ځوانان فارغ شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ګل‌محمد الیاس له ځوانانو وغوښتل، چې د کاري فرصتونو د نشتوالي په اړه ناسم ذهنیتونه له منځه یوسي او د عصري زده‌کړو او مسلکي مهارتونو په ترلاسه کولو سره د کار بازار ته چمتو شي.
د ځوانانو چارو آمر قاري دادمحمد منصور هم وویل: د دوی هڅې د ځوانانو لپاره د کارموندنې فرصتونو برابرول او د انلاین کاروبار په برخه کې د زده‌کړو زمینه پراخول دي، ترڅو ځوانان وکولای شي په نړیوالو بازارونو کې فعالیت وکړي.
ورته مهال فارغ شویو ځوانانو وویل: په یاد روزنیز پروګرام کې یې د فریلانسینګ یا انلاین کاروبار په برخه کې اړینې مسلکي زده‌کړې ترلاسه کړې او اوس کولای شي د انلاین کار له لارې د عاید ترلاسه کولو لپاره عملي هڅې وکړي. دوی د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ د ورته روزنیزو پروګرامونو د دوام غوښتنه وهم وکړه.

۱۴۴۸/۶/۷ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

د (شیطان جزیره) په نوم د کتاب مخکتنه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتون په تالار کې د یوې فرهنګي غونډې په ترڅ کې د حریت خپرندویې ټولنې د تألیف شوي  (شیطان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۳۴
Background image

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د یوناما دفتر له رئیس سره وکتل

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیق‌الله عزیزي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د لوېدیځ زون د سیمه‌ییز دفتر له رئیس پاول ارشف سره په یوه ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۲۹
Background image

کندوز کې د فریلانسینګ یا انلاین کاروبار له درې میاشتني وړیا روزنیز پروګرام څخه ۳۰ تنه ځوانان فارغ شول

د کندوز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فریلانسینګ یا انلاین کاروبار په برخه کې د جوړ شوي درې میاشتني وړیا روزنیز پروګرام څخه ۳۰ تنه ځوانان فارغ شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

BACK TO NEWS