کندوز کې د فریلانسینګ یا انلاین کاروبار له درې میاشتني وړیا روزنیز پروګرام څخه ۳۰ تنه ځوانان فارغ شول
د کندوز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فریلانسینګ یا انلاین کاروبار په برخه کې د جوړ شوي درې میاشتني وړیا روزنیز پروګرام څخه ۳۰ تنه ځوانان فارغ شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ګلمحمد الیاس له ځوانانو وغوښتل، چې د کاري فرصتونو د نشتوالي په اړه ناسم ذهنیتونه له منځه یوسي او د عصري زدهکړو او مسلکي مهارتونو په ترلاسه کولو سره د کار بازار ته چمتو شي.
د ځوانانو چارو آمر قاري دادمحمد منصور هم وویل: د دوی هڅې د ځوانانو لپاره د کارموندنې فرصتونو برابرول او د انلاین کاروبار په برخه کې د زدهکړو زمینه پراخول دي، ترڅو ځوانان وکولای شي په نړیوالو بازارونو کې فعالیت وکړي.
ورته مهال فارغ شویو ځوانانو وویل: په یاد روزنیز پروګرام کې یې د فریلانسینګ یا انلاین کاروبار په برخه کې اړینې مسلکي زدهکړې ترلاسه کړې او اوس کولای شي د انلاین کار له لارې د عاید ترلاسه کولو لپاره عملي هڅې وکړي. دوی د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ د ورته روزنیزو پروګرامونو د دوام غوښتنه وهم وکړه.
۱۴۴۸/۶/۷ هـ ق