‏ د ۱۷مې ګڼې فرمان او نشه ‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۴:۴۶
..

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د دغه ولایت په حصه ‌اول کوهستان ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د تطبیق، د نشه ‌يي توکو د مخنیوي او د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې په اړه ولسي غونډه ترسره شوه.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم‌ الله وثیق د عامه پوهاوي پر زیاتولو، د ناوړه دودونو د مخنیوي او د نشه‌ يي توکو د کښت، پلور او استعمال پر وړاندې د مبارزې په اړه ټینګار وکړ.
همدارنګه، د یادې ولسوالۍ دیني عالمانو او قومي مشرانو د یاد فرمان تطبیق او د هېواد د ثبات او پرمختګ په برخه کې له مسوولینو سره د خلکو همکارۍ دیني او ملي مسوولیت وباله.

۱۴۴۸/۵/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۵:۲
Background image

بادغیس کې د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ، د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو.
د بادغیس د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۴:۴۶
Background image

‏ د ۱۷مې ګڼې فرمان او نشه ‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د دغه ولایت په حصه ‌اول کوهستان ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د تطبیق، د نشه ‌يي توکو د مخنیوي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۴:۲۳
Background image

د نجراب ولسوالۍ عامه کتابتون ته لسګونه ټوکه کتابونه ډالۍ شول

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله وثیق وایي، چې د نجراب ولسوالۍ یو تن وسیدونکي حاجي محمد هاشم خان له لوري د دغې ولسوالۍ عامه کتابتون ته ۶۰ ټوکه بېلابېل عنوانونو. . .

BACK TO NEWS