د ۱۷مې ګڼې فرمان او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د دغه ولایت په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د تطبیق، د نشه يي توکو د مخنیوي او د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې په اړه ولسي غونډه ترسره شوه.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله وثیق د عامه پوهاوي پر زیاتولو، د ناوړه دودونو د مخنیوي او د نشه يي توکو د کښت، پلور او استعمال پر وړاندې د مبارزې په اړه ټینګار وکړ.
همدارنګه، د یادې ولسوالۍ دیني عالمانو او قومي مشرانو د یاد فرمان تطبیق او د هېواد د ثبات او پرمختګ په برخه کې له مسوولینو سره د خلکو همکارۍ دیني او ملي مسوولیت وباله.
۱۴۴۸/۵/۲۷ هـ ق
