د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په کابل کې سعادت کتاب نندارتون پرانيست
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن کابل پوهنتون ته څېرمه د مراسمو په ترڅ کې سعادت کتاب نندارتون پرانيست.
محمد طاهر زهير د نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې د کتابونو د رول او د کتاب لوستلو فرهنګ په اړه خبرې وکړې او ويې ويل؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پلان درلود چې د غويي په وروستيو کې په کابل کې د کتاب نړيوال ستر نندارتون جوړ کړي؛ خو د ځينو ملحوظاتو په خاطر د دې نندارتون جوړېدل بل وخت ته وځنډول شول.
هغه زياته کړه: خوښ يو چې نن ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او سرور سعادت انتشاراتو د کتابونو نندارتون جوړ کړ.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شيواى شرق هم په دغو مراسمو کې خبرې وکړې او له فرهنګي رکوده په خلاصون کې يې د کتاب لوستلو فرهنګ رول د ټولنې ټاکونکی وباله.
په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازي او د سعادت د خپرونو رييس غلام سرور سعادت وويل: دغه نندارتون مو د لوستلو فرهنګ د ودې او هڅولو او په کابل پوهنتون کې له محصلانو سره د مرستې په موخه جوړ کړى دی. هغه زياته کړه: په دې نندارتون کې د سياست، اقتصاد، ټولنيزو علومو، ادبياتو، ديني علومو او په نورو برخو کې ٢٥ زره عنوانه کتابونه نندارې ته ايښودل شوي دي.
د سعادت نړيوالو انتشاراتو د بازار موندنې او تبليغاتو مسوول محمد جواد ايوبي د باختر آژانس خبريال ته وويل؛ دا نندارتون د کتاب اوونۍ او ١٤٠٠ تعليمي کال په مناسبت جوړ شوى او د لسو ورځو لپاره مينه والو ته ٢٠ سلنه تخفيف په پام کې نيول شوى دى.
کابل/ د غبرګولي ١ / باختر:
