د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۲
...

دوشنبه (۲۲ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاحر فراهي او د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې، هغه کتابونه چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره یې سمون درلود، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه او د ١١٤ بېلابېل عنوانونو درلودنکي ٢٧٤ ټوکه صادره کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
همدارنګه د کمېسیون یو تن غړی چې د لوړو زده‌کړو وزارت استازی دی، د خپلو دوامداره فعالیتونو او همکارۍ له امله وستایل شو.
د غونډې په پای کې، د کمېسیون اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه شریک شول او لازمې پرېکړې  وشوې.
د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې کمېسیون ته راجع شوي ۲۰ ټوکه کتابونه د کمېسیون غړو ته ووېشل شول، تر څو یې راتلونکې غونډې ته راپور وړاندې کړي.

١٤٠٥/٧/١٣ ه ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۴
Background image

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د شل کلن جهاد پاتې ۵۰ تاریخي اثار او یادګارونه وسپارل شول

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د صیاد ولسوالۍ د یوه ډلګي مشر مظفرالدین حقاني له لوري د امریکا او ناټو د اشغال پر وړاندې د شل کلن جهاد له دورې پاتې ۵۰ تاریخي اثار او یادګارونه وسپارل شول.
. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۲
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۲ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاحر فراهي او د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۱۶
Background image

د ۱۷م ګڼې فرمان او د (اهل السنة والجماعة عقيده) کتاب منځپانګې په اړه ولسي غونډه وشوه

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په سرخرود ولسوالۍ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼه فرمان او نوي تألیف شوي (اهل السنة والجماعة عقيده) کتاب د منځپانګې په اړه د. . .

BACK TO NEWS