له وړیا ښوونیز مرکز څخه لسګونه تنه زدهکوونکي فارغ شول
د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند وړیا ښوونیز مرکز د کمپیوټر پروګرامونو او خطاطۍ له ټولګیو څخه ۱۱۰ تنه زدهکوونکي د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د امارتي ادارو د مسؤولینو او استادانو په شتون کې جوړه شوې وه، د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیعالله متقي وویل: د خوښی ځای دی، چې بې وزله زده کوونکو ته د وړیا زدهکړو زمینه برابره شوې ده او زده کوونکي باید له دې فرصت څخه ګټه واخلي او خپل علمي ظرفیت لوړ کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې ښوونیز مرکز کې د زدهکوونکو د روزنې لپاره تجربه لروونکي او مسلکي استادان ګومارل شوي وو. ښاغلي متقي ټینګار وکړ، چې ټولنه ځوانانو ته اړتیا لري او ځوانان د ټولنې د راتلونکي جوړوونکي دي؛ نو باید خپل وخت بېځایه تېر نه کړي او د علم ترلاسه کولو او د مهارتونو د زدهکړې لپاره پوره هڅې وکړي.
۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق
