له وړیا ښوونیز مرکز څخه لسګونه تنه زده‌کوونکي فارغ شول

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۸:۲۹
..

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند وړیا ښوونیز مرکز د کمپیوټر پروګرامونو او خطاطۍ له ټولګیو څخه ۱۱۰ تنه زده‌کوونکي د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د امارتي ادارو د مسؤولینو او استادانو په شتون کې جوړه شوې وه، د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي وویل: د خوښی ځای دی، چې بې وزله زده کوونکو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوې ده او زده کوونکي باید له دې فرصت څخه ګټه واخلي او خپل علمي ظرفیت لوړ کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې ښوونیز مرکز کې د زده‌کوونکو د روزنې لپاره تجربه‌ لروونکي او مسلکي استادان ګومارل شوي وو. ښاغلي متقي ټینګار وکړ، چې ټولنه ځوانانو ته اړتیا لري او ځوانان د ټولنې د راتلونکي جوړوونکي دي؛ نو باید خپل وخت بېځایه تېر نه کړي او د علم ترلاسه کولو او د مهارتونو د زده‌کړې لپاره پوره هڅې وکړي.

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۷
Background image

آگاهی‌دهی درباره فرمان شماره (۱۷) در ولایت لوگر 

در ادامه برنامه‌های آگاهی‌دهی فرهنگی، بروشورها، کتاب‌چه‌ها، قلم و مواد چاپ‌شدهٔ معلوماتی دیگر از سوی وزارت اطلاعات و فرهنگ درباره فرمان شماره (۱۷) مقام عالی‌قدر امیرالمومنین حفظه‌الله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۶
Background image

نشست هماهنگی با خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها در ولایت کنر برگزار گردید 

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کنر نشست هماهنگی با خبرنگاران و مسوولان رسانه‌های این ولایت راه‌اندازی کردند.
مولوی سمیع‌الحق حق بیان رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت کنر گفت که رسانه‌ها. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۴۶
Background image

نمایشگاه یک‌روزه کتاب در ولسوالی مقر برگزار شد

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت غزنی، نمایشگاه یک‌روزه کتاب را تحت عنوان «کاروان دانش» در ولسوالی مقر این ولایت برگزار کرد.
ملا حمیدالله نثار رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت غزنی، گفت که در این. . .

BACK TO NEWS