کندهار کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۸
..

د کندهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د جنوب لویدیځ زون د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د استازو په شتون کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي انعام الله سمنګاني خوښي څرګنده کړه، چې د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ همغږۍ پیاوړې شوې او اطلاعاتو ته لاسرسی زیات شوی دی. نوموړي له خبریالانو څخه مننه وکړه، چې د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سم خپل فعالیتونه ترسره کوي.
دغه راز د خبریالانو خوندیتوب د کمېټې مسؤل عطاء الله عمر وویل: د خبریالانو خوندیتوب کمیټه هڅې کوي چې خبریالانو ته د اطلاع رسونې په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. نوموړي له ویاندویانو څخه وغوښتل چي له خبریالانو سره معلومات پر وخت شریک او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې اسانتیاوې نورې هم زیاتې کړي.
د ناستې په پای کي د رسنیزو چارو لا ښه کیدو په موخه د امارتي ادارو ویاندویانو او خبریالانو خپل نظرونه او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شریک کړل.

۱۴۴۸/۴/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۳۰
Background image

زابل کې لسګونو ځوانانو ته د روغتیا په برخه کې دوه ورځنی سیمینار وړاندې شو

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د یونیسف ادارې په همکارۍ ۷۵ ځوانانو ته د روغتیا په برخه کې دوه ورځنی سیمینار وړاندې شو.
دغه سیمینار د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۰
Background image

د ګرځندوی فعالیتونو د سمون رئیس د اقتصادي همکاریو(ETON) سازمان د سیاحتي سفرونو د مجریانو (تنظیموونکو) شبکې په غونډه کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی فعالیتونو د سمون رئیس مولوي محمد طیب او د دغه وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي اتشو رئیس محمد شفیق احمدزي، د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د سیاحتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۸
Background image

کندهار کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د کندهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د جنوب لویدیځ زون د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د استازو په شتون کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په پیل. . .

BACK TO NEWS