د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د دریمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۵۴
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دریمې ناحیې (شهید څلور لارې) سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ارزونه او څارنه وکړه.
په پیل کې د کابل ښاروالۍ فرهنګي چارو ریاست استازي انعام الله اماني او د یاد کمېسیون غړو له اصنافو، کسب کارانو او هټیوالو سره د کمېسیون د فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل.
وروسته د کمېسیون غړو په یاده سیمه کې د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه او د یو شمېر غیرمعیاري لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح په اړه یې لازمې سپارښتنې وکړې.
همدارنګه، د هغو لوحو او اعلاناتي تابلوګانو لپاره چې بهرني اصطلاحات او کلمې پکې کارول شوې وې، د کمېسیون مسلکي غړو یې په ملي ژبو مناسب بدیلونه وړاندې کړل. سربېره پر دې، د هغو لوحو او اعلاناتي تابلوګانو په اړه چې زړې او خرابې شوې وې، غیرشرعي انځورونه یې لرل، په نامناسبو ځایونو کې نصب شوې وې او یا یې بې‌مفهومه محتوا لرله، د اصلاح په موخه لازمې سپارښتنې وړاندې شوې.
د یادونې وړ ده، چې په دې پروګرام کې په کلي توګه ۲۰۰ لوحې او اعلاناتي تابلوګانې و ارزول شوې.

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د دریمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دریمې ناحیې (شهید څلور لارې) سیمې اړوند د لوحو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

سمنګان کې د خپرونو چارو معین د رسنیو له مسؤلینو او ژورنالیستانو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د یاد معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد او د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د باختر اژانس رئیس د (OANA) د ۶۵مې کالیزې په رسنیز فورم کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر اژانس رئیس مولوي احسان‌الله حسان د اسیا پاسیفیک خبري اژانسونو سازمان (OANA) د ۶۵مې کالیزې په مناسبت په مسکو کې د رسنیو په جوړ شوي فورم کې ګډون. . .

BACK TO NEWS