سمنګان کې د خپرونو چارو معین د رسنیو له مسؤلینو او ژورنالیستانو سره وکتل

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۴۹
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د یاد معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد او د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیروزالدین منیب د دې ولایت د امارتي او خصوصي رسنیو له ژورنالیستانو او مسؤلینو  سره د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې وکتل.
د لیدنې پر مهال د خصوصي رسنیو مسؤلینو او ژورنالیستانو د بريښنا بېلونو، رسنیو ته د فریکونسي فلتر جواز اخیستلو او اطلاعاتو ته د لاس رسي په اړه خپلې ستونزو او وړاندیزونه وړاندې کړل او ویې ویل: د تېرو پنځو کلونو په لړ کې په سمنګان کې د رسنیو او ژورنالیستانو په وړاندې کومه ستره ستونزه نه ده رامنځته شوې.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیروزالدین منیب په سمنګان ولایت کې د شته رسنیو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: په سمنګان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له ټولو رسنیو سره پوره همغږۍ او همکارۍ لري او د ژورنالیستانو او رسنیو ستونزو ته پر وخت رسیدنه کیږي.
ورته مهال د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي او پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد د یادو ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسېدو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: چې د رسنیو او ژورنالیستانو د ستونزو د حل په موخه له اړوندو ادارو له مسؤلینو سره بېلابېلې ناستې شوې دي. دوی ډاډ څرګند کړ، چې د شته ستونزو د حل او له ژورنالیستانو څخه د ملاتړ لپاره به لازمې هڅې وشي.

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د دریمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دریمې ناحیې (شهید څلور لارې) سیمې اړوند د لوحو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

سمنګان کې د خپرونو چارو معین د رسنیو له مسؤلینو او ژورنالیستانو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د یاد معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد او د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د باختر اژانس رئیس د (OANA) د ۶۵مې کالیزې په رسنیز فورم کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر اژانس رئیس مولوي احسان‌الله حسان د اسیا پاسیفیک خبري اژانسونو سازمان (OANA) د ۶۵مې کالیزې په مناسبت په مسکو کې د رسنیو په جوړ شوي فورم کې ګډون. . .

BACK TO NEWS