د زرغون نورستان ستره کلنۍ مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۵۲
..

یاده مشاعره د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز پارون ښکلي طبیعت کې جوړه شوې وه، چې پکې د نورستان مرستيال والي مولوي فیصل مختار، د باختر خبري اژانس رئیس مولوي احسان الله حسان، د ترانو او ترنم رئیس مولوي امان الله مستغفر د نورستان او نورو ولايتونو نامتو شاعرانو، ګڼ شمېر فرهنګیانو، ادیبانو، شاعرانو، د ولایتي ادارو مسؤلینو او د شعر او ادب مينوالو ګډون کړی و.
د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سمیع‌الحق حق‌بیان وویل: شعر او شاعري د ټولنې د اصلاح، پوهاوي او مثبت بدلون لپاره مهمه وسیله ده، باید د شهرت او شخصي موخو لپاره ونه کارول شي. نوموړي له شاعرانو څخه وغوښتل چې خپل استعدادونه د ولس د فکري ودې، ملي ارزښتونو د پیاوړتیا او ټولنیزو ستونزو د حل په موخه وکاروي.
ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترانو او ترنم رئیس مولوي امان‌الله مستغفر وویل: داسې مشاعرې په ټولو ولایتونو کې ترسره کیږي، چې موخه یې د اصیل افغاني فرهنګ عامول او فرهنګي ارزښتونو راژوندي کول دي. نوموړي له شاعرانو څخه وغوښتل چې د خپلو شعرونو له لارې د ملي یووالي، ورورولۍ او ټولنیزې همغږۍ لپاره کار وکړي، له ناوړه دودونو سره مبارزه وکړي، د ولس ستونزې په خپلو شعرونو کې راونغاړي او له بې‌هدفه شاعرۍ څخه ډډه وکړي.
ورته مهال د نورستان مرستیال والي مولوي فیصل مختار هم یادې مشاعرې ګډونوالو ته په وینا کې وویل: لیکوالان او شاعران د ټولنې په فکري او فرهنګي پرمختګ کې مهم رول لري، باید خپل قلم او استعداد د سولې، پرمختګ، هوساینې او ټولنیزې اصلاح لپاره وکاروي. نوموړي د ورته فرهنګي او ادبي پروګرامونو جوړول مهم وبلل او د فرهنګي چارو د ترسره کېدو ستاینه یې وکړه.
وروسته ازاده مشاعره ترسره شوه، چې ګڼو شاعرانو په کې بېلابېل شعرونه، ترانې او نظمونه د غونډې ګډونوالو ته واورول، چې د ګډونوالو لخوا له تود هرکلي سره مخ شول.
شاعرانو خپلو شعرونو کې خلک ورورګلوۍ، مینې، یووالي او د اسلامي امارت ملاتړ ته راوبلل او د نورستان سیلاب ځپلو خلکو سره یې د شعر له لارې خپله خواخوږي شریکه کړه.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا ځلې حاکمیت وروسته دا پنځم ځل دی، چې زرغون نورستان(ملي پارک) په نوم مشاعره هر کال په دي ولایت کې ترسره کیږي.

۱۴۴۸/۳/۲۶ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۹
Background image

فراه کې د (نوای نخبګان) په نوم نوې راډیو فعالیت پیل کړ

فراه کې د دغه ولایت د مرستیال والي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، خبريالانو او يو شمير نورو مسؤلينو په شتون کې د (نوای نخبګان) په نوم یوې نوې راډیو خپرونې پيل کړې.
مرستیال والي مولوي محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول او مرکزي بهسود ولسوالیو له مسؤلینو او اوسېدونکو سره وکتل

د میدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په مشرۍ یو پلاوي د مرکزي او حصه اول بهسود ولسوالیو ته سفر وکړ او د یادو ولسوالیو له ولسوالانو او اوسېدونکو سره یې وکتل.
د دغه سفر موخه مسؤلینو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۵۲
Background image

د زرغون نورستان ستره کلنۍ مشاعره ترسره شوه

یاده مشاعره د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز پارون ښکلي طبیعت کې جوړه شوې وه، چې پکې د نورستان مرستيال والي مولوي فیصل مختار، د باختر خبري اژانس رئیس مولوي احسان الله. . .

BACK TO NEWS