کاپیسا البیروني پوهنتون لوېدیځ لوري کې وړیا ښوونیز مرکز پرانیستل شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۴۹
..

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البیروني پوهنتون لوېدیځ لوري کې د ځوانانو لپاره وړیا ښوونیز مرکز پرایستل شو. چې په دې اړوند جوړه شوې غونډه کې د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق، د البیروني پوهنتون رییس شیخ سید بشیر آغا هاشمي او لسګونو ځوانانو ګډون کړی و.
د غونډې ویناوالو د علم زده‌کړې پر اهمیت ټینګار وکړ او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې په دې ښوونیز مرکز کې له شته علمي فرصتونو څخه پوره ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې دغه ښوونیز مرکز د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت په همغږۍ جوړ شوی، چې ټاکل شوې په کې د مسلکي استادانو له لوري د کانکور چمتووالی، ریاضیاتو، انګلیسي ژبه، کمپیوټر، ویناوالي او خطاطي په وړیا توګه تدریس شي.

۱۴۴۸/۳/۲۵ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۴۶
Background image

د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې رسماً پیل شوې

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې، د یوې غونډې په لړ کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی چارو د سمون رئیس مولوي حاجی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۳۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولینو د میربچه کوټ ولسوالۍ له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس میربچه کوټ او کوهدامن ولسوالیو ته د سفر په لړ کې له ولسوال او د کوهدامن د ورزشکارانو اتحادیې له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه  وکړه.
د کابل د اطلاعاتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۹
Background image

فراه کې د (نوای نخبګان) په نوم نوې راډیو فعالیت پیل کړ

فراه کې د دغه ولایت د مرستیال والي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، خبريالانو او يو شمير نورو مسؤلينو په شتون کې د (نوای نخبګان) په نوم یوې نوې راډیو خپرونې پيل کړې.
مرستیال والي مولوي محمد. . .

BACK TO NEWS